د افغانستان لپاره مطبوعاتي ملاتړ او ملګرتیا یا MSPA ویب پاڼې کور پاڼه

د MSPA  ویب پاڼې  ته ښه راغلاست – دغه ویب پاڼه تر کار لاندې ده، که کومه ستونزه یا تیروتنه په کې وي نو بښنه غواړو.

MSPA یوه افغان خیریه نادولتي مؤسسه ده چې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال له افغان حکومت سره ثبت شوې. مونږ  د هغې خور MSS مؤسسې سره چې مرکزي دفتر یې د برتانیې په سکاټلینډ کې دی تړلې اړیکې لرو.

 MSPA په افغان مطبوعاتو (میډیا) کې د خپرنیزو ولسي خدمتونو رول  ترسره کوي.   زموږ د کار موخه یواځې او یواځې  د عادي افغانانو د ژوند ښه  والی دی نه  دګټې ترلاسه کول.  مونږ دغه چارې د لرو زده کړو او Communications  په برخو کې چې د پرمختګ سره مرسته وکړو د تخصیص اخیستنې په وسیله ترلاسه کوو.

 د افغانانو یو څلوېښت کسیزه ډله  چې دفتر یې په کابل کې دی او په ځینو برخو کې بهرني سلاکاران هم مرسته کوي . مونږ په خپلوراډیويیزو او ټلویزیوني پروګرامونو د ښه کیفیت لرلوله امله ویاړو. دغه پروګرامونه ښه روزل شوي کسان برابروي، همدارنګه  په نویو اور عصري سامانونو سنباله سټوډیو،  د سمون (ایډیټنګ) اسانتیاوې، ښه اداره،  لوړ معیار او غوره اداري او مسلکي چلند هغه څه دي چې د پروژې د پلي کولو په برخه کې یې د خپلو ښېګڼو په توګه یادولی شو.

 مونږ څه کوو (د نورو معلوماتو د پاره خدمتونه وګورئ)

راډیوییز  او ټلویزیوني پروډکشن

د راډیوییزو ډرامو او ټلویزیوني لړیو د سکریپټونو لیکل

راډیوییز او ټلویژني سپاټونه

د لنډو فلمونو پروډکشن

د چاپي موادو پروډکشن

د موسیقي پروډکشن

د ژباړې کارونه

د وړتیاوو لوړول او ټریننګونه

د اړتیاوو ارزونه

 څارنه او ارزونه

د اغېز ارزونه

د ولسي پوهاوي د عملي کولو کمپاین

 زمونږ کاري ډله تکړه ښوونیزو سلاکارانو او پروډیوسرانو نه جوړ ه ده او ځینې ځوان زده کوونکي هم په مسلکي توګه روزو څو هغوی د دې وړ شي چې  زمونږ دغه کار په لرې  راتلونکې کې هم پر مخ بوځي. 

 مونږه په راډیو باندې پانګونه کوو (په تیره بیا په ټلویزیون) د دې پاره چې خلکو ته ورسېږو، د یوې موخې د پاره چې د دوی سره مرسته وکړو چې له خپلو ځانونو سره د ډیرو معلوماتو ته د لاس رسي له لارې مرسته وکړي.  مونږ خپل پروګرامونه په دواړو ژبو (پښتو او دري) د ملي او سیمه ایزو راډیوګانو له لارې خپروو،  او هر وخت زمونږ د دفتر ورونه  د نوو  نوښتونو او همکاریو د پاره نورو مؤسسو او کسانو ته پرانیستي دي، چې د نوو پرمختیزو خپرونو سبب شي.

 

کور  ::   پروژې  ::   پالنې  ::  اړيکه ونيسئ  ::  خبرونه

 

Straight Talk

R. T. T

News & Reports